
( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنگونو لویه لاره د شديدې واورې د اورښت او طوفان له امله مؤقتاً د ټرافیکو پرمخ وتړل شوه
دغه وزارت ویلي، د سالنگونو لویه لاره د شديدې واورې د اورښت، طوفان، د لید ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه، د تېرې شپې لس بجو څخه د ټولګټو وزارت لخوا تر بلې خبرتیا پورې د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ مؤقتاً تړل شوې ده.
په دغه اعلامیه کې ټینګار شوی، چې هېوادوال دې تر بلې خبرتیا پورې له خپل مبداء څخه د سالنګونو پر لور سفر ونه کړي.