
( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دغه ډلې د کورنیو چارو وزیر سراجالدين حقاني، په قندهار کې د ملا هبتالله اخندزاده په مشرۍ په یوې امنیتي غونډه کې ګډون وکړږ
هغه زیاته کړه، په دغه غونډه کې د دوی دفاع وزیر ملا یعقوب او د استخباراتو وزیر عبدالحق واثیق هم شتون درلود.
د دې درېو لوړپوړو طالب چارواکو ترڅنګ، د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال عبدالقيوم ذاکر، د کورنیو چارو وزارت معین محمد نبي عمري هم شتون درلود.
ذبيحالله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل: «په دې غونډه کې د امنيتي ادارو وړانديزونه وڅېړل شول او هغوی ته د چارو د اجرا او کاري لارښوونو په برخه کې اړينې لارښوونې ورکړل شوې.»
په خبرپاڼه کې زياته شوې: «همداراز، د نظم د ښه والي، ځواکونو د تجهيز او ظرفيتونو د لوړولو لپاره اړينې پرېکړې وشوې.»
مجاهد د دې غونډې د مطرح شويو بحثونو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي او نه هم واضحه شوې، چې دا غونډه په دقیق ډول کله شوې ده.
د حقاني او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د اختلافاتو له اوج ته رسېدو وروسته، چې له امله يې د دې ډلې د کورنيو چارو وزير د اوږدې مودې لپاره غيرحاضر شو، دا لومړی ځل دی چې ذبيحالله مجاهد د هبتالله اخندزاده په مشرۍ د يوې امنيتي غونډې په اړه د سراجالدين حقاني د حضور خبر ورکوي.
په تېرو لږ تر لږه دوو مياشتو کې حقاني د اخندزاده په مشرۍ په هېڅ غونډه کې حاضر نه و.
هغه همداراز د اوږدې مودې لپاره په کابل کې خپل دفتر کې هم نه و ليدل شوی.
تېرو ورځو کې د امريکا له خوا د سراجالدين حقاني پر سر د ۱۰ ميليونه ډالرو انعام لرې کول د خبرونو سرټکي ګرځېدلي وو.
داسې ښکاري چې حقاني د امريکا د دې اقدام له امله، چې د هغه لپاره يوه ستره بريا بلل کېږي، د طالبانو مشرتابه غونډو ته بېرته راستون شوی دی.