افغانستانخبرونه

د تخار په فرخار کې له تاجک نجونو سره د طالب چارواکو د اجباري ودونو زیاتوالی

( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د طالبانو ځینې جګپوړي چارواکي او قوماندانان له تاجک نجونو سره د زور واکي ودونه ترسره کوي. د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، دا ودونه اکثراً د نجونو او د هغوی د کورنیو له رضایت پرته ترسره کېږي، چې د بشري حقونو جدي سرغړونه بلل کېږي.

د طالبانو استخباراتي چارواکو مولوي عماد او مولوي عمار په دې وروستیو کې له تاجک نجونو سره ودونه کړي، چې د سیمه‌ییزو خلکو پراخې اندېښنې یې راپارولي دي. د سنګتش کلي په ګډون په دې سیمو کې د طالبانو حضور د ټولنیز فشار او ګواښونو لامل شوی دی.

د ښځو د حقونو فعالانې له نړیوالې ټولنې او بشري حقونو بنسټونو غواړي، چې دا موضوع وڅېړي او د قربانیانو د ملاتړ لپاره جدي اقدامات وکړي.