
( کابل ټیلیګراف – د وري۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان ایالت د لسبیله پوهنتون څخه چې څه موده وړاندې یو زده کړیال او د هغه د کورنۍ دری غړي نادرکه شوي وو، تېره ورځ یې جسدونه په مسخ شوی حالت کې موندل شوي دي.
د یاد زده کړیال د هویت په اړه تراوسه کوم معلومات نه دي ورکړل شوي خو د هغه کورنۍ جسدونه په داسې مهال پیدا کیږي چې څه موده وړاندې د همدغو نادرکه شوو کسانو د غږ پورته کولو لپاره د بلوچستان د همغږۍ کمېټې مشرې ماهرنګ بلوڅ او ګڼ شمېر کسانو لاريونونه وکړل چې له امله یې د ماه رنګ بلوڅ په ګډون ګڼ شمېر لاریونوال ونیول شول چې زیاته برخه یې ښځې دي.
باید یاده وشي چې د بلوچستان خلک تل د پاکستان د حکومت څخه سر ټکوي چې د دوي پر وړاندې تبعضي چلند کوي او د دوي پر وګړیو ظمونه کوي چې پکې زیاتره د دوی خلک جبراً نادرکه کیږي.
بلوچان چې دا مهال د پاکستان خلاف په مختلفو جبهو کې راپورته شوي، ادعا لري چې د پاکستان تر جبر لاندې دوی حتا له بنیادي بشري حقونو بې برخې دي.