
کابل ټیلیګراف ۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ حکومتي شمېرې ښيي چې میانمار کې د زلزلې له امله ۱۰۰۲ کسان مړه شوي او ۲۴۰۰ نور ټپیان دي.
خبري اژانس ویلي چې ژغورنې ټیمونه په ملبو کې د بندو کسانو د را ایستلو په هڅو بوخت دي او اټکل کیږي، چې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر لس زرو پورې ورسیږي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د تھايي لینډ پلازمېنه بنکاک کې هم د زلزلې له امله ګڼ شمېر ودانۍ نړیدلي دي.
د دې سربېره، د زلزلې ټکان د هند په میګھالیا او مني پور ایالتونو، د بنګله دېش په پلازمېنه ډھاکه او چین کې هم احساس شوي دي.
بلخوا د بنکاک چارواکو ویلي، چې د زلزلې له امله په ۲ زره ودانیو کې د درزونو رامنځته کېدو، د نړیدلو ودانیو له امله د لس کسانو د مړه کېدو او سل کاریګرو د لادرکه کېدو را پورونه ورکړل شوي.