
کابل ټیلیګراف ۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د شوالمکرم له لومړۍ نیټې څخه تر درېیمې پورې د کوچني اختر په مناسبت درې ورځې عمومي رخصتي اعلان کړه.
دغه اعلامیه کې ویل شوي، د اختر وروسته په دولتي ادارو کې د کار وخت سهار له ۸ بجو پیل او ماښام ۴ بجې پای ته رسېږي، او د غرمې له ۱۲ بجو څخه تر ۱ بجې پورې به یو ساعت وقفه وي.
دوی وایي، د پنجشنبې په ورځو کې له وقفې پرته کار د سهار په ۸ بجې پیل او د غرمې ۱ بجه به پای ته رسیږي.