
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۹– ۱۴۰۳ لمريزکال)
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په بلوچستان کې افغان کډوال په جبري ډول له خپلو کورونو څخه د ویستلو اقدام غندلی.
د طالبانو د کډوالو او را ستنیدونکو چارو وزارت له لورې په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي، وړمه شپه ناوخته د بلوچستان صوبې په کویټه او کچلاک سیمو کې پاکستاني پولیسو د یو شمېر افغان کډوالو کورنۍ له خپلو کورنو څخه په زوره ایستلي او ناسم چلند یې ورسره کړی دی.
په ایستل شویو کسانو کې ۶۵ ماشومان او ۳۰ ښځې شاملې دي چې د بولدک له لارې افغانستان ته را اړول شوي دي.
طالبان وايي، پاکستان د ټولو اصولو خلاف کړنې د افغان کډوالو پر وړاندې په تېرو دوو کلونو کې بار بار تکرار کړي او لاهم دوام لري.
د کډوالو وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې پاکستان کې له افغان کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو په باعزته توګه خپل هېواد ته ستانه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پولیس په پرلپسې ډول په هغه هېواد کې افغان کډوال د وسیلې په توګه استفاده کوي او زور زیاتی ورسره کوي.