عجایب

جاپان کې په اعدام محکوم شوي کس ته ۱.۴۴ میلیونه ډالر غرامت ورکول کیږي

( کابل ټیلیګراف – د وري 6مه ۱۴۰۴ لمریز کال )

په جاپان هېواد کې د ایوایو هاکامادا په نوم یو ۸۸ کلن کس د خپل رئیس، د هغه د مېرمنې او دوو ماشومانو د وژنې په تور د ۱۹۶۸ کال راهیسې د اعدام حکم ته په تمه وو.

خو د ۵۰ کالونو انتظار وروسته معلومه شوه، چې نوموړی په یاده قضیه کې ښکېل ندی او بې ګناه دی، له همدې امله د جاپان حکومت پرېکړه کړې، چې یاد کس ته اوس ۱.۴۴ میلیونه ډالر غرامت ورکړي.

هاکامادا چې د یوه مسلکي سوک‌‌وهونکي په توګه پېژندل کېږي، په ۱۹۶۶کال کې د سویا تولید کارخونه کې کار کاوه. دغه خواړه د جاپان مشهوره خواړه دي او نړیوال شهرت لري.

په همدغه کال د یادې کارخونې مالک، مېرمنې او دوو اولادونو جسدونه د توکیو لوېدیځ د نوموړي په کور کې پیدا شول.

هغه مهال پولیسو ویلي و چې څلور واړه کسان د چړې په وسیله وژل شوي دي. پولیسو هاکامادا د یادې کورنۍ پر وژنه  او د ۲۰۰زره ین پیسو د غلا په تور تورن کړی و.