افغانستانخبرونه

طالبانو هلمند کې د نشه‌یي توکو یوه کارخونه له منځه وړې

کابل ټیلیګراف – ۱۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

هلمند کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بغني ولسوالۍ کې یې د نشه‌یي توکو یوه کارخونه له منځه وړې ده.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له دغې کارخونې نهه پلاستيکي بیلران، شپږ ډبې ډيزل او مکس کېمیاوي مواد، ۱۷۵ کيلو ګرامه سود نشه‌يي مواد، ۱۲۰ ليټره تيزاب، او یوه د ګازو ډبه نیول شوې ده.

سرچېنې د معلوماتو له مخې چې د یادې کارخونې په تور یو تن نیول شوی دی.

هلمند ولایت د افغانستان له هغو سیمو څخه دی چې د کوکنارو کر او د نشه‌یي توکو تولید په کې پراخ رواج لري. دغه ولایت د تېرو څو لسیزو جګړو، کمزوري کنټرول، او فقر له امله د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو لپاره یو مهم مرکز پاتې شوی دی.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، هغوی په رسمي ډول د کوکنارو کر ته د پای ټکی ایښی او څو ځله یې د نشه‌یي موادو پر ضد عملیات اعلان کړي دي. سره له دې، نړیوال راپورونه ښيي چې د نشه‌يي توکو تولید لا هم په پټو ډول دوام لري، او ځینې وخت د محلي کچه په کوچنیو فابریکو کې ترسره کېږي.