افغانستانخبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د درېدو غوښتنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ په ګډون د دغه سازمان کارپوهانو له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.

دغو کارپوهانو په یوې ګډه اعلامیه کې د پاکستان له حکومت غوښتي چې د یو ګاونډي هیواد په توګه چې د کوربه توب اوږده مخینه لري د بې ځایه شویو افغان اتباعو کوربه توب ته دوام ورکړي.

پاکستان د افغان کډوالو لپاره د خپلې خوښې وتلو لپاره د مارچ ۳۱مه نیټه ټاکلې وه، او د دې نیټې له پای ته رسیدو سره د جبري ایستلو پروسه پیل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، په پاکستان کې ملیونونه افغان کډوال د امنیتي اندېښنو، لکه د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د سپارښتنو له پامه غورځولو سره چې دوی بیرته نه راستنوي، افغانستان ته د شړلو له خطر سره مخ دي.