افغانستانخبرونه

د طالبانو اقتصادي کمیسیون د بام هرات تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه تایید کړه

کابل ټیلیګراف – ۱۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون «د بام هرات» تفریحي کمپلکس د جوړولو طرحه تایید کړه.

د یاد کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمپلکس چې د خصوصي سکټور له لوري د څه‌باندې ۱ میلیارد افغانۍ په پانګونې سره هرات ولایت کې جوړیږي، شاوخوا څلور زره کسانو ته به پکې د کار زمېنه برابره شي.

په دغه ناسته کې د اوسپنې ویلې کوونکو فابریکو باندې د دولتي داغمه‌جاتو د وېش او پلور او د بدخشان د وېکادور سرو زرو کان د تړون په اړه هم خبرې شوې.

ورته مهال دې ناسته کې مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوې، څو د اوسپنې ویلې کوونکو شرکتونو سره پخواني حسابونه تصفیه او د داغمه‌جاتو د وېش او پلور په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله حکم پلی کړي.

د دې سربېره د کانونو او پټرولیم وزارت ته هم دنده سپارل شوې، چې د بدخشان د وېکادور سرو زرو کان د استخراج او پروسس په اړه ترسره شوې داوطلبي بې پایلې اعلان او دغه کان بېرته دواطلبۍ ته وسپاري.