
کابل ټیلیګراف – ۱۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د اووه لس کلنو فوټبال ملي لوبډلې د دوه زره پنځه ویشتم کال د اسیا جام په لومړۍ سیالۍ کې د یمن پر وړاندې د دوه پر صفر پایلې سره له ماتې سره مخامخ شوه
دا سیالي په سعودي عربستان کې ترسره شوه، چې یمن د لومړۍ نیمایي په څلرویشتمه او اوه ویشتمه دقیقه کې ګولونه ووهل.
د افغان لوبغاړو د ډېرو هڅو سره سره، دا لوبه د یمن په ګټه په همدې پایلې سره پای ته ورسېده.
د افغانستان لوبډله د دوه زره پنځه ویشتم کال د اسیا جام په درېیم ګروپ کې له جنوبي کوریا، یمن او اندونیزیا سره ځای لري.
دا سیالۍ د وري له څوارلسمې پیل شوې او د همدې میاشتې تر یودیرشمې به دوام وکړي.