
کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطین د خپلواکې ادارې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۵۲ ماشومانو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه را پورو له مخې؛ د اسرائیل جګړې له امله په غزه کې ۳۹۳۸۴ ماشومانو خپل مور یا مور او پلار دواړه له لاسه ورکړي دي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستۍ اونۍ کې په غزه کې د اسرائيلو د بریدونو له امله نږدې زر ماشومان وژل شوي.