
کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې په تېر یوه کال کې یې په هېواد کې له ۵۰۰ څخه زیاتو سیاحتي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.
د دغه وزارت ویاند خبیب غفران د دې جوازونو د ویش موخه د سیاحت صنعت پراختیا او د خصوصي سکټور وده بللې ده.
نوموړي وویل: «په هېواد کې سیلانیانو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د سیاحت او ګرځندوی په برخه کې د خصوصي سکټور د ودې په موخه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تېر یوه کال کې ۵۳۹ سیاحتي شرکتونو ته نوي جوازونه ورکړي دي. له دې ډلې څخه، ۲۵ شرکتونو خپل پخواني جوازونه نوي کړي دي او پاتې شرکتونو بیا لومړي ځل لپاره خپل فعالیت پیل کړی دی.»
په ورته وخت کې، په کابل کې د سیاحتي شرکتونو اتحادیې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د هڅو ډاډ ورکړی دی.