
کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
کندز کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې درې کسان د مقاومت په نوم د طالبانو د یوې مخالفې جبهې سره د اړیکو په تور نیولي دي.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسانهغه مهال ونیول چې غوښتل یې یو بم د طالبانو پر چیک پاینټ واچوې ترڅو چاودنه وکړي.
سرچېنې لیکلي چې نیول کسان تر پوښتنې لاندې دي او وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.