
کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د دغه وزارت لوړپوړی مسوول ایریک مایر به د یوه پلاوي په مشرۍ د روانې اپرېل میاشتې له اتمې د دې میاشتې تر لسمې اسلام اباد ته سفر وکړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوی د منرالونو په برخه کې د امریکا د ګټو خوندیتوب په موخه د پاکستان د منرالونو په پانګونې فورم کې د ګډون لپاره دغه سفر کوي.
د خبرپاڼې لمخې، دغه پلاوی به د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، ترهګرۍ سره پر مبارزې او پاکستان کې امریکایي شرکتونو ته د فعالیتونو د زمینې برابرولو په موخه له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې امریکا هڅه کوي په سیمه کې خپلې اقتصادي او امنیتي اړیکې پراخې کړي. پاکستان د مهمو منرالونو لکه لېتیوم، مسو او سرو زېرمو درلودونکی هېواد بلل کېږي، چې دا یې د نړیوالو پانګوالو لپاره مهم مقصد ګرځولی دی.