
( کابل ټيليګراف (کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د کرکټ نړۍوالې شورا د یوه ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې افغان ستوري عظمت الله عمرزي د الرونډرانو په لیست کې لومړۍ مقام ګټلی دی.
محمد نبي عیسی خېل چې پخوا د یوه ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې یې لومړی مقام درلوده، اوس دویم مقام ته ښکته شوی دی، بلخوا د یوه ورځنیو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې بیا ابراهیم ځدران لسم مقام ته خپل کړی دی.
د یادونې وړده، چې په چمپینز ترافي لوبو کې عظمت الله عمرزي او ابراهیم خدران دوه هغه افغان لوبغاړي وو، چې تر نورو ښه وځلیدل.