افغانستانخبرونه

مریم له امیرخان متقي سره تیلیفوني خبرې کړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت کې د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې مریم بنت علي ناصر المسند د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره ټلېفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د قطر د دولت وزیرې د افغانستان کونړ او څېرمه ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې او اوښتې مرګ‌ ژوبلې له امله د قطر دولت د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او د مرستې چمتووالی یې ښودلی دی.
په ورته مهال د بهرنیو چارو وزیر د قطر دولت له خواخوږۍ او د مرستې له امله مننه کړې او د پېښې په تړاو او د افغانستان د حکومت د هڅو په باب یې مفصل معلومات وړاندې کړي دي

وروستۍ زلزلې په کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه ولړزول، چې لویې سیمې یې اغیزمنې کړې.

د بحراني وضعیت په پام کې نیولو سره، سیمه‌ییز چارواکي او مرستندویه سازمانونه د قربانیانو لپاره د مرستې او طبي خدماتو چمتو کولو لپاره مبارزه کوي.

تازه د طالبانو د حکومت ویاند‏ ذبیح الله مجاهد ویلي چې، کونړ کې ثبت شوي مړي تر اوسه ۱۴۱۱ او ټپيان بیا ۳۱۲۴ تنو ته رسېدلي دي.

دا مرګ ژوبله د مرکز اسعداباد تر څنګ په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پيچ دره، وټپور کې اوښتې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، هغه سیمې چې هلیکوپټر تګ ورته ناممکن و، هلته یې کومانډو ځواکونه د پراشوټ له لارې ښکته کړي دي.

ځایي خلک وړایي، د مرګ ژوبلې ارقام لاهم وروستي شوي نه دي،مړي تر خاور لاندې ایسار دي.