افغانستانخبرونه

د طالبانو روغتیا وزیر: پاکستان د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی نو ځکه کډوال باسي

کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو دعامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي ویلي، پاکستان د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی او افغان کډوال له خپل هېواده باسي.

هغه دغه څرګندونې د کابل په څرخي پله سیمه کې د یوه ترمینل د چارو پرانیستې پر مهال کړې وې.

هغه ویلي، افغانانو د خپلو زحمتونو او هڅو په پایله کې ګڼ شمېر مالونه او شتمنۍ جوړې کړې دي، چې اوس له هغوی څخه اخېستل کیږي او په جبري توګه ایستل کیږي.

هغه له ټولو افغانانو غوښتي، چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته پانګونه وکړي.

جلالي ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت تل خپلو هېوادوالو ته خدمت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړې او له پېلېدو سره سره سلګونه کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.