افغانستانخبرونه

کابل ښار کې د یوه ترمینل جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چې د کابل په څرخي پله سیمه کې د ختیځ زون د مسافر وړونکو موټرو لپاره د یوه ترمینل جوړېدو چارې پيل شوې.

یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ترمینل به د څه باندې ۱۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۷.۳ جریبه ځمکه کې جوړېږي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، دغه ترمینل به د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړ شي.

د یادونې ده چې ترې دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ترمیلنونه جوړېدو چارې پیل شوې دي.