افغانستانخبرونه

طالبانو امریکا ته د بګرام اډې سپارل رد کړل

کابل ټیلیګراف  – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې په دې اړه مطرح شوې ادعاوې بې‌ بنسټه دي او هیڅ ثبوت یا سند شتون نلري.

دا غبرګون په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د پاکستان د پوځ اړوند رسنیو امریکایي ځواکونو ته د بګرام اډې د احتمالي ورکړې را پورونه ورکړل.

خو طالبانو ویلي چې دا اډه لا هم د دوی تر کنټرول لاندې ده او په دې وضعیت کې به هیڅ ډول بدلون رانشي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل غندلي او د بګرام اډې پرېښودل یې په افغانستان کې د امریکا ماتې بللې وه.