خبرونهنړۍ

اسرائیل غزې ته د پولیو واکسین د ننوتلو مخه نیسي

کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د غزې روغتیا وزارت په اعلامیه کې ویلي چې د اسرائیلو له لوري غزې تړانګې ته د پولیو واکسین د ننوتلو مخنیوی یوه جدي ګواښ دی او د یوه ساعتي بم په څېر د دې ناروغۍ د پراخې خپرېدو خطر لري.

دې وزارت په خپلې اعلامیې کې ویلي چې که تل ابیب د واکسینونو د ننوتلو مخه نیسي، په غزې تړانګه کې ۶۰۲ زره ماشومان د تلپاتې فلج او اوږدمهاله معلولیتونو له خطر سره مخامخ کیږي.

د فلسطین روغتیا وزارت زیاته کړې چې دا اقدام به د غزې د ناتوان روغتیايي نظام لپاره فاجعه‌ لرونکې پایلې ولري.

دې وزارت له نړیوالو سازمانونو او بنسټونو غوښتي چې د اسرائیلي رژیم پر ضد فشار راوړي ترڅو واکسینونه ژر تر ژره غزې ته ورسېږي او د ټولې غزې ماشومانو ته د لاسرسي لپاره خوندي لارې برابرې کړي.