
کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
په ننګرهار کې طالبان وایي، ۷ تنه یې د جعلي افغانیو د کارولو په تور نیولي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر وایي، د جلال اباد ښار اړوند لومړۍ امنيتي حوزې منسوبينو له لوري اووه تنه په داسې حال کې ۷۸ زره جعلي افغانيو سره نيول شوي چې عملاً يې په هټيو کې توکي پيرودل.
دغه دفتر وایي، نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی، چې له لومړنيو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې تورخم ښارګوټې کې څو تنه د جعلي ډالرو د را لیږد په تور هم نیولې وو.
–