
کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
ګارډین په یوه مقاله کې لیکلي چې د انګلستان د کورنیو چارو وزارت د یوې افغانې ښځې، چې د بشري حقونو فعاله ده، د پناهندګۍ غوښتنه رد کړې او ورته یې ویلي چې “افغانستان ته بېرته ستنېدل د هغې لپاره خطرناک نه دي”.
د دې راپور له مخې، انګلستان د ۲۰۲۴ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د ۲۶ افغانو ښځو او په ټولیزه توګه د دوه زره افغانانو د پناه اخیستو غوښتنې رد کړې دي.
وروستي شمېرې ښيي چې د افغان کډوالو د دوسیو د منلو کچه د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ربعې کې له ۹۸.۵ سلنې څخه د ۲۰۲۴ کال په وروستۍ ربعې کې ۳۶ سلنې ته راټيټه شوې ده.