
کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د مطبوعاتو ورځې په مناسبت ویلي، د خلکو ازادي د مطبوعاتو له ازادۍ سره تړلې ده او خبریالان باید وکولای شي په ټوله نړۍ کې “له وېرې او تبعیض” پرته راپورونه وړاندې کړي.
د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
انتونیو ګوترش زیاته کړې چې ژورنالیزم د وخت په تېرېدو ګواښمن کیږي او خبریالان د بریدونو، نیول کېدو، سانسور، تاوتریخوالي او حتی د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ د رسنیو د ازادۍ ارزولو، دفاع او هغو خبریالانو ته د درناوي په موخه نمانځل کیږي چې د دندو پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
د مې درېیمه د ۱۹۹۳ کال په ډسمبر کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۴۸مه غونډه کې د مطبوعاتو د ازدۍ نړۍواله ورځ اعلان شوه.