افغانستانخبرونه

ډبیلواېف‌پي: سږ کال به افغانستان کې ۳.۵ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي

کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د خوړو نړۍوال پروګرام یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

افغانستان له څو لسیزو راپدېخوا د جګړو، طبیعي افتونو، اقتصادي بحرانونو او سیاسي بې‌ثباتیو له امله له سختو بشري ستونزو سره مخ دی.

 د دې ټولو ستونزو تر ټولو دردناکه پایله د ماشومانو پر ژوند اغېز دی، چې د خوارځواکۍ یا ناوریني تغذیې بڼه یې اخیستې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، سږ کال به افغانستان کې ۳.۵ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

دغه پروګرام زیاته کړې چې په هرو لسو ثانیو کې یو افغان ماشوم په خوارځواکۍ اخته کیږي او د تمویل کمښت میلیونونه کسان له خوړو بې برخې کړي دي.