د طالبانو له لوري د برېښنا صندوقونو د ساتنې نوي فیس اندېښنې راپارولي

کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
یو شمیر افغانان وایي چې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي خو طالبان ورځ په ورځ پر خلکو فیسونه او مالیات وضع کوي او د برېښنا صندوقونو د ساتنې نوي فیس په تړاو اندېښمن دي.
د برېښنا بیلونو کې نوی فیس
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت نوي بیلونه ښکاروي چې په هره مياشت کې د استوګنې کورونو پر هر ميټر ۲۰۰ افغانۍ او پر هر سوداګريز ميټر ۴۰۰ افغانۍ زياتې کړې دي.
خو د افغانستان برېښنا شرکت بیا تېره شپه په دې اړه یو وضاحت خپور کړی او او منلې یې ده چې چې له تېرې کب میاشتې راهېسې په بیلونو کې د برېښنا صندقونو د ساتنې لپاره نوی فیس لګول شوی، خو وایي چې په اړه یې ټایپي تېروتنه شوې ده.
یاد شرکت ویلي، په کال کې له استوګنیزو پېرودونکو ۱۰۰ افغانۍ او له سوداګریزو پېرودونکو ۲۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي او په دې توګه هره میاشت شاوخوا ۸٫۳ افغانۍ له استوګنیزو او ۱۶٫۶ افغانۍ له سوداګریزو پېرودونکو اخیستل کېږي.
خو د دغو فیسونو سره سره بیا هم خلک اندېښمن دي او وایي چې نه شي کولی په هره برخه کې فیس او مالیات ورکړي.
د خلکو اندېښنې
د کابل ښار ۱۲مې ناحیې یو اوسېدونکی محمود وایي چې طالبانو پر خلکو په هره برخه کې فیس او مالیات لګولي خو د خلکو د کاروبار او ژوند غم ورسره نشته دی.
هغه وایي: «خلک بیګا او سبا ته حیران دي، په ډيرو کسانو یوه افغانۍ هم ډېره ده، حکومت دې خلکو ته کار پیدا کړي، د خلکو د ژوند غم د وکړي.»
دی وایي چې نور خلک له ډېرو مالیاتو او فیسونه څخه ستړي دي او طالبانو دې د برېښنا په بیلونو کې نوی لګول شوی فیس لغوه کړي.
د پروان ولایت یو اوسیدونکي هدایتالله بیا وایي چې تر دې مخکې هم په د خلکو د برېښنا بیلونه ډېر لوړ و چې د خلکو له وس پورته وه.
هغه وایي، پر ځای د دې چې طالبان دغه د برېښا لګښت کم کړي خو نور هم ورځ په ورځ فیسونه پرې وضع کوي.
د هلمند ولایت یو اوسیدونکی ولي خان هم وایي چې د برېښنا شرکت نوي فیس خلک ته بیخي «رواني ستونزې» پیدا کړي دي.
دی وایي چې ډيری کسان، د کور کرایې، د خپلو بچینو د ښوونځيو فیسونه او د برېښنا بیلونو وس نه لري او طالبان باید پر دې کار وکړي چې څنګه کولی شي خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.
د ده په خبره که طالبان خلکو ته کار نه شي پیدا کولی نو حداقل نوي فیسونه خو دې نه پرې وضع کوي.