خبرونهنړۍ

د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د پاتې شویو امریکایي تجهیزاتو په اړه خبري کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان او امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټلیفوني خبرو کې د افغانستان د وضعیت او د امریکايي ځواکونو له خوا په دغه هېواد کې د پاتې شويو پوځي تجهیزاتو په اړه بحث کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي،  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په افغانستان کې د پاتې شويو وسلو د ستونزې د حل کولو اړتیا سره هوکړه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار له امریکا سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د سوداګرۍ، پانګونې او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د امریکا څخه د پراخې همکارۍ غوښتنه کړې.

د اعلامیې له مخې؛ د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان سره په سوداګریزو او پانګونې په ځآنګړي ډول د نادر ځمکنیو موادو په برخه کې همکارۍ ته لیوالتیا ښودلې او زیاته کړې یې، چې اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ به د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړیکو لپاره بنسټ وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې هڅو ستاینه کړې او په دغه برخه کې د پاکستان پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله په افغانستان کې د پاتې شويو پوځي تجهیزاتو د بېرته اخیستلو ټینګار کړی دی.

پاکستان هم اندېښنه ښودلې چې د دې هېواد وسله‌وال مخالفین په افغانستان کې د امریکا د پاتې شويو وسلو څخه ګټه اخلي، خو طالبان دغه ادعا ردوي.

طالبانو ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا پاتې شوي پوځي تجهیزات اوس د افغانانو دي او بېرته به ونه سپارل شي.