افغانستانخبرونه

طالبانو د افغان کډوالو سره د ناسم چلند په موخه د کابینې په کچه غونډه کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبانو د دغه ډلې د رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د کابینې په ځآنګړې غونډه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او له دوی سره د ناسم چلند په اړه بحث کړی.

د طالبانو د ویاند مرستیال په وینا، په دې غونډه کې د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اداري چارو مرستیال عبدالسلام حنفي او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوی عبدالکبیر هم حضور درلود.

دوی د افغان کډوالو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند غندلی او د پاکستان له خلکو، سیاسي ګوندونو، عالمانو او بانفوذه شخصیتونو څخه یې غوښتي، چې په دې برخه کې خپل اسلامي او انساني مسوولیتونه ادا کړي.

دوی همدارنګه له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي، چې د انساني ناورین د مخنیوي او د افغان کډوالو د عزت سره د بېرته ستنېدو لپاره خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

د یادونې وړده، چې وروستیو کې د پاکستان لخوا په جبري ډول افغان کډوال را ایستل کیږي، چې د ډیرو شتمني او مالونه هم لوټ شوي دي.