خبرونهنړۍ

واشنګټن پوسټ: ایلان ماسک په مستقیم ډول له ټرمپ غوښتي چې تعرفې لغوه کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې ایلان ماسک په مستقیم ډول له ټرمپ غوښتي چې وضع شوې تعرفې لغوه کړي.

په دې راپور کې د دوو نامعلومو سرچینو په حواله ویل شوي چې دا هڅه تر اوسه بریالۍ نه ده شوې. 

ټرمپ د دوشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې د تېرې اوونۍ اعلان شوې ۳۴ سلنه تعرفو سربېره به له چین څخه پر واردوونکو توکو به تر ۵۰ سلنې پورې نوې تعرفې وضع کړي. 

د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي: «د ایلان ماسک او ډونالډ ټرمپ ترمنځ اختلاف د حکومت د یوې مهمې لومړیتوب په اړه، د متحده ایالاتو د ولسمشر او د هغه د یو مهم سلاکار ترمنځ تر ټولو څرګند اختلاف ګڼل کېږي.»

د یادونې وړده، چې د ټرمپ د یادو تعرفو له امله په امریکا او اروپا کې د هغه پر ضد پراخه لاریونونه او اعتراضونه هم پیل شوي دي.