افغانستانخبرونه

ایران او امریکا د تهران اټومي پروګرام په اړه خبرې پیلوي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، چې امریکا او ایران د تهران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو اترو په درشل کې دي؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، ویلي چې دغه خبرې به راتلونکې اوونۍ عمان کې په غیرې مستقیمه بڼه وي.

عراقچي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ایران او امریکا استازي به راتلونکې شنبه په عمان کې د لوړ پوړو چارواکو په کچه د غیرې مستقیمو خبرو لپاره سره وويني.

عراقچي دغه مذاکرات یو فرصت او یوه ازموینه بللې او زیاته کړې یې ده چې اوس توپ د امریکا په میدان کې دی.

د ایران اټومي پروگرام له اوږدې مودې راهیسې د نړیوالو اندېښنو یو مهم ټکی پاتې شوی. په ۲۰۱۵ کې ایران او شپږو سترو قدرتونو (P5+1 – امریکا، بریتانیا، فرانسه، روسیه، چین او آلمان) د یوې تاریخي موافقې، “د اټومي تړون” یا  JCPOA (Joint Comprehensive Plan of Action) لاسلیک وکړ. له مخې یې ایران خپل اټومي فعالیتونه محدود کړل، او په بدل کې یې نړیوال بندیزونه نرم کړل.

خو په ۲۰۱۸ کې، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې تړون څخه ووت او پر ایران یې سخت بندیزونه ولګول، چې په غبرګون کې ایران هم ورو ورو له تړون څخه سرغړونې پیل کړې. دا کړکېچ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړې.