
کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې له افغان کډوالو سره د پاکستان او ایران ناوړه چلند د منلو او زغملو وړ نه دی.
یاده اعلامیه کې راغلي، چې دغه هېوادونه دې د افغان کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلند پای ته ورسوي او له کډوالو سره په چلند کې دې ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړیوال قوانین رعایت کړي.
د یاد وزارت په وینا؛ هيڅوک حق نه لري، چې کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د ابزارو په توګه وکاروي.
پاکستاني رسنیو تېره اونۍ وويل، په پاکستان کې افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضربالاجل له پای ته رسېدو وروسته پاکستاني پولیسو خپل اقدامات پیل کړي او په اسلاماباد او راولپینډۍ کې یې یو شمېر افغان کډوال نیولي دي.
په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضربالاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد او له هغه راهيسې شاوخوا زر کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.