
کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
یوه باوري سرچینه وایی چې موبي ګروپ پر رسنیو د محدودیتونو او اقتصادي بحراني وضعیت له امله خپل ۴۳ کسان له دندو منفک کړل او ۱۱ نور کسان به د همدې میاشتې په پای کې له دندو وشړي.
طالبانو د تېر کال په سلواغې میاشت کې د افغانستان کورنیو رسنیو ته امر کړی چې ټولې ثبتي سیاسي خپرونې دې بندې کړي. او تر هغې مخکې د روان ۱۴۰۳کال په میزان میاشت کې یې هم په ټولو رسنیو کې په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو خپرول بند کړي وو.
وروسته له هغې چې ډونالډ بیا د امریکا ولسمشر شو، ځینې بندیزونه یې ولګول چې له امله په افغانستان کې د ګڼ شمېر موسسو فعالیتونه ورسره وځنډول شو او د ډیرو نور کارونه یې هم له خنډ سره مخ کړل او رسنیو هم د ټرمپ له دغو بندیزونه څخه اغیزمنې شوې.
په موبي ګروپ کې یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې دغه ګروپ د طلوع نیوز او لمر څخه خپل ۴۶ کارکوونکي تېره ورځ له دندو منفک کړل.
سرچېنه وایي چې ۱۱ نور کسان هم په دغه نوملړ کې شامل دي خو هغوی به د اپریل میاشتې په پای کې له دندو منفک شي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، یادو شبکو د طالبانو د محدودیتونو له امله خپلې ګڼ شمېر خپرونې بندې کړي او اړ شول چې خپل کارکوونکي هم منفک کړي.
هغه بل دلیل اقتصادي ستونزې یادې کړې او وایي که چېرې دا وضعیت دوام کړي نو ډېری نورې رسنۍ به هم خپل کارکوونکي منفک کړي ا ان تر دې چې رسنۍ به خپل فعالیتونه ودروي.