افغانستانخبرونه

څه باندې سل افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شول

کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایی، د پاکستان له زندانونو  ۱۰۱ افغان کډوال را خوشې شول.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد کډوال پرون هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې لیکلي، د کندهار ولایت د سپین‌بولدک د سرحدي امریت معلوماتو له مخې، یاد کډوال د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له دوو تر درېیو ورځو بندیان وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کډوال له ثبتېدو او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.