
کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه د اسراییلو د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۵۹ کسان شهیدان او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.
په دې سره په تېرو شل ورځو کې په غزه د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطیني وګړو شمېر ۱۳۹۱ او د ټپیانو شمېر ۳۴۳۴ تنو ته ورسید.
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۹مه، د حماس او اسراییلو ترمنځ د یوې موافقې پر بنسټ، په غزه کې اوربند ټینګ شو، خو د اسرائیلو پوځ د مارچ په ۱۸مه، د سې شنبې په سهار د اوربند له احکامو څخه په سرغړونه سره د غزې پر وړاندې خپل پوځي یرغل بیا پیل کړ.
په غزه د بریدونو له پیل څخه تر دا مهاله څه باندې ۵۵ زره فلسطیني وګړي وژل شوي او د ۱۱۴ زرو څخه زیات ټپیان دي.