خبرونهنړۍ

ټرمپ: د چین په وارداتي توکو به پنځوس سلنه اضافي تعرفې ولګوي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ګواښ کړی چې که چین د متحده ایالاتو د صادراتي توکو پر ضد خپل ۳۵ سلنه غچ‌اخیستونکي تعرفې لغوه نه کړي، پر چینايي وارداتي توکو به پنځوس سلنه اضافي تعرفې ولګوي.

هغه ویلي چې دا نوې تعرفې به د چین له واردتي توکو څخه د چهارشنبې په ورځ پیل شي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې له چین سره ټولې خبرې به لغوه کړي.

چین په غبرګون کې ویلي چې د ټولو امکاناتو په کارولو سره به د امریکا د ګمرکي تعرفو پر ضد مقابله وکړي او د متحده ایالاتو د باج‌اخیستنې تګلاره به ونه مني.

په همدې حال کې، بیجینګ د واشنګټن سره د سوداګریزو شخړو د حل لپاره د خبرو غوښتنه کړې ده.

ډونالډ ټرمپ څه موده وړاندې متحده ایالاتو ته پر ټولو واردېدونکو توکو ۱۰ سلنه لومړنۍ تعرفه ولګوله، خو د یو شمېر هېوادونو، په تېره بیا چین، له واردتي توکو سره یې ۲۵ سلنه اضافي تعرفه هم وضع کړه.

چین په غچ‌اخیستونکي اقدام کې د امریکا له واردتي توکو پر ضد ۳۴ سلنه تعرفه ولګوله.