افغانستانخبرونه

متقي: د طالبانو ترمنځ خپل منځي هیڅ اختلافات شتون نلري

کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، په سعودي عربستان کې د یوې وینا په ترڅ کې په افغانستان کې د سراسري امنیت ادعا کړې .

متقي دا هم ویلي چې هیڅ هېواد، نه امریکا او نه هم شوروي، د افغانستان امنیت نه دی تامین کړی؛ بلکې دوی وکولی شول چې په افغانستان کې امنیت ټینګ کړي.

هغه د خبرو په یوه بله برخه کې له هېوادونو غوښتي چې د لا زیات امنیت په تامین کې له حکومت سره مرسته وکړي، ځکه په افغانستان کې ناامني د سیمې پر امنیت هم مستقیم اغېز لري.

متقي د طالبانو ترمنځ هر ډول اختلافات رد کړي او ویلي یې دي چې د دوی ترمنځ هیڅ ډول اختلاف نشته او قوم‌پرستي، جګړه او اختلافات له منځه تللي دي.

متقي دا هم ویلي چې په کابل کې ډېرې سفارتخانې او قونسلګرۍ فعالیت کوي او له کابل څخه د سیمې هېوادونو ته ډېرې الوتنې ترسره کېږي، چې دا د افغانستان د یووالي او امنیت ښکارندوی دی.

متقي په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې او له بېلابېلو هېوادونو څخه یې افغان کډوالو ته بلنه ورکړې چې خپل هېواد ته ستانه شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.