خبرونهنړۍ

د امریکا په یو ښوونځي کې شل کسیز ګروپ په درې افغان نجونو برید کړی

کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا متحده ایالاتونو د ټیکساس ایالت د هیوسټن ښار په پاول ریور منځني ښوونځي کې درې افغان نجونې په یوه دله ییز برید کې وهل شوي دي.

د اسلامي-امريکايي اړیکو شورا ویلي چې  دغه پېښه د مارچ په درېیمه د یوې شل کسیزې ډلې لخوا ترسره شوې ده.

یادې شورا لخوا پرون په خپره شوې اعلامیې کې ویل شوي، برید کوونکو زده‌کوونکو د افغان نجونو د زیانمنولو لپاره له پنسل څخه کار اخیستی دی.

د اسلامي-امريکايي اړیکو شورا ویلي چې یوه افغان زده‌کوونکې دومره سخته وهل شوې وه چې څلور ورځې یې د ټیکساس ماشومانو روغتون کې تېرې کړې.

دې شورا د دغو نجونو له کورنیو نقل قول کړی چې برید کوونکو د ښوونځي د زده‌کوونکو ترمنځ په عادي شخړو کې، د هویت په نه پېژندلو او د اسلامي حجاب له امله په تېروتنه سره پر افغان نجونو برید کړی دی.

د اسلامي-امريکايي اړیکو شورا د دغو نجونو د خوندیتوب، د پېښې په اړه د خپلواکو څېړنو او د عاملینو او ښکېلو کسانو، په شمول د ښوونځي هغو کارکوونکو چې په خپلو دندو کې پاتې راغلي، د محاکمې غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د پاول ریور منځني ښوونځي د قربانیانو د کورنیو او د هغوی د استازو پرله‌پسې غوښتنو ته تر اوسه هیڅ ډول ځواب نه دی ویلی.