افغانستانخبرونه

افغانستان کې په مشاعرو هم تر امرثاني بندیز ولګیده

کابل ټیلیګراف – ۱۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت خپلو اړونده ټولو ادارو ته امر کړی، چې تر امرثاني پورې به هیڅ ډول مشاعره نه ترسره کوي.

دغه اقدام وروسته له هغې ترسره کیږي، چې په ننګرهار کې د نارنج ګل په مشاعره کې شاعر مطیع الله تراب د طالبانو مشر ته د شعر په ژبه د را څرګندېدو او کابل ته د راتګ وړاندیز وکړ.

هغه په دغه شاعر کې له طالبانو وغوښتل چې لویه جرګه جوړه کړي او د حکومت کولو لپاره له ولس څخه پوښتنې وکړي.

خو د طالبانو سرچینو ویلي، چې اطلاعاتو او کلتور وزارت تر امر ثاني پورې د مشاعرو ځنډولو خبر خپلو ادارو په ته شفاهي ډول ورکړی او لامل یې د اقتصادي منابعو د ضایع کېدو مخنيوی او د بیت المال خوندي ساتل بللي.

په افغانستان کې په مشاعرو د بندیز خبر وروسته له هغې را څرګنده شوه، چې ټاکل شوې وه، پرون پروان ولایت کې د ارغوان ګل مشاعره جوړه شي، چې په ناڅاپي ډول یاده مشاعره لغوه شوه.

د یادونې وړده، چې د طالبانو په راتګ په افغانستان کې د کلونو دودیزو مشاعرو ترڅنګ نورې مشاعرې هم زیاتې شوې وې.

طالبانو په رسمي ډول د دغه خبر په اړه څه ندي ویلي.