خبرونهنړۍ

د ډومینیکن جمهوریت په یو نایټ کلب کې د چت پریوتو پېښه کې ۲۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ډومینیکن جمهوریت په یوه نایټ کلب کې د چت د راپرېوتو له امله ۷۹ کسان مړه او له ۱۵۰ څخه زیات ټپیان شوي دي.

د بریتانیا خپرندویه ادارې بي بي سي په وینا، د ډومینیکن جمهوریت په پلازمېنه سانتو ډومینګو کې د یوه نایټ کلب د چت راپرېوتو له امله لږ تر لږه ۷۹ کسان مړه او له ۱۵۰ څخه زیات ټپیان شوي دي.

دا پېښه د سې شنبې په سهار د نامتو سندرغاړي ربي پیرېز د کنسرټ پر مهال په نایټ کلب کې رامنځته شوه.

چارواکو ویلي چې په مړو شویو کسانو کې د ولایت والي او پخوانی میجر لیګ بیسبال لوبغاړی اوکټاویو ډوټیل هم شامل دي.

د راپور له مخې، د پېښې پر مهال په کلب کې سلګونه کسان موجود وو، او له پېښې وروسته ګڼ شمېر کسان د ورانیو لاندې بند پاتې شول چې د هغوی د موندلو لپاره ژغورنې عملیات روان دي.

اندېښنه ښودل شوې چې د مړو شمېر به نور زیات شي، خو د بیړنیو عملیاتو د مرکز مشر هیله څرګنده کړې چې د ورانیو لاندې ښايي لا هم ځینې کسان ژوندي وي.

بلخوا د ډومینیکن جمهوریت ولسمشر د دې غمجنې پېښې له امله د قربانیانو له کورنیو سره ژور خپګان او خواخوږي ښودلې ده.