
کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي پکتیا ته د سفر پرمهال د دې ولایت په حوزوي روغتون کې په لومړي ځل د اکمال تخصص پروګرام پرانیسته کړې.
مولوي نورجلال جلالي د یاد پروګرام د پرانیستې پر مهال د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برنامو ته په اشارې سره ویلي، هڅه کوي چې د اکمال تخصص برنامه لا پراخه او معیاري کړي ترڅو د هېواد روغتیایي سیستم لا پیاوړی او شته ستونزې تر ډیره حل شي.
ښاغلي جلالي د پکتیا ولایت سیمهییز روغتون لپاره د سي ټي سکن خدماتو په اړه هم ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به یې تدارکاتي چارې پیل شي.