
کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلي پوځ له خوا پر غزې د بریدونو په دوام، په تازه بریدونو کې ۶۰ تنه فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۰ فلسطینیان شهیدان او ۲۱۳ ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د روغتیا وزارت ویلي چې خبریال احمد منصور، چې تېره دوشنبه د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې د ناصر روغتون نږدې د رسنیو پر خیمه د اسرائیلي برید له امله سخت سوځېدلی و، د ټپونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ او هغه هم شهید شو.
د ۱۷ میاشتو راهیسې د روانې اسرائیلي جګړې په ترڅ کې ۲۱۱ فلسطیني خبریالان شهیدان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل له خوا پر غزې په بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۵۰ زره فلسطینیان شهیدان شوي، خو دولتي رسنیو دفتر وايي چې د مړو شمېر له ۶۱ زرو څخه اوښتی دی.