افغانستانخبرونه

د بدخشان – تخار لویه لار د سیلابونو له امله وتړل شوه

کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

بدخشان کې طالبان چارواکي وایي چې د سیلابونو راوتلو له امله د دغه ولایت او تخار ترمنځ لویه لار وتړل شوه.

د بدخشان پېښو ته د رسېدو رییس، محمد اکرم اکبري رسنیو ته ویلي چې دغه لار نن سهار تړل شوې ده.

هغه ویلي چې هڅې پیل شوي چې دغه لاره پرانیستل شي خو له مسافرو یې غوښتي چې تر بلې خبرتیا پر دغه لاره تګ او راتګ ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هېواد ګڼ شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی و.