افغانستانخبرونه

افغانستان بانک سبا شل میلیونه ډالر لیلاموي

کابل ټیلیګراف – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک، اعلان کړی چې سبا (پنج‌شنبه، د ۱۴۰۴ کال د حمل ۲۱مه) به ۲۰ میلیونه ډالر د اسعارو بازار ته وړاندې کړي.

دې بانک له نورو بانکونو او د پیسو خدماتو وړاندې کوونکو شرکتونو غوښتي چې د دې ډالرو د خرڅلاو په داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم ۱۵ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي وو.

د ډالرو د وړاندې کولو موخه د افغانستان د پیسو د ارزښت ثبات ساتل دي.

وروسته له هغه چې امریکا له افغانستان سره خپلې مالي مرستې وځنډولې، د ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت په پراخه کچه راټیټ شو، خو د افغانستان بانک لخوا د میلیونونو ډالرو په تزریق سره، د ډالر نرخ بیا راټیټ شو.