افغانستانخبرونه

پاکستان د چې‌پي‌اوآر کارټونو لروونکو افغانانو د ایستلو موده غځولې

کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستانۍ رسنۍ وایي، هغه افغان کډوال چې پي او آر کارټونه لري، د ایستلو موده یې غځول شوې

پاکستاني رسنیو  د پېښور محکمې ټولې قانون نافذوونکې ادارې له دې منع کړي چې د هغو افغان پناه غوښتونکو چې د ثبت تصدیق کارټ (PoR) لري، د روان کل د جون تر ۳۰مې پورې ونیسي بېرته یې واستوي.

راپورونه زیاتوي چې د دغو اسنادو درلودونکو ته یې د جون تر ۳۰ مې پورې وخت ورکړی دی.

حال دا چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو تېره اونۍ پیل شوی دی.