
کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
خوست کې طالب چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ځاځي میدان ولسوالۍ کې د تندر لوېدو دوو جلا جلا پېښو کې دوه کسان ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان دي.
د خوست ولایت د طلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز په متون سیمه او ځاځيميدان ولسوالۍ کې د تندر لوېدو پېښې شوې دي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دواړو پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن او پرون د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو راوتلو اټکل شوی و.