
کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د اقتصادي جګړې د پیل کېد په ترڅ کې څلور ځله په چینایي وارداتو لوړې تعرفي لوړي کړي دي.
په دغه تعرفو کې چې په فبرورۍ او مارچ میاشتو کې لس، لس سلنه او ورپسې پرلپسې ۳۴ او پنځوس سلنه لوړوالی شامل دی، په مجموعي ډول ۱۰۴ سلنه لوړوالی ښيي.
د امریکا د دغه تعرفو په ځواب کې چین هم خاموش نه دی پاتی شوی او په ځواب کې یې د امریکا په وارداتو په لومړي ځل ۳۴ سلنه تعرفې لګولي او ورپسې یې ۵۰ سلنه نوره تعرفه هم په امریکایي وارداتو لګولې، چې په مجموعي ډول د چین لخوا د لګول شوې تعرفې کچه ۸۴ سلنې ته رسیږي.
د یادونې وړده، چې د دغه تعرفو د لګېدو له امله د تاریخ په اوږدو کې د چینايي پیسو ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی.