افغانستانخبرونه

تېر کال د بېلا بېلو هېوادونو څخه ۳۴ زرو څخه زیاتو سیلانیانو افغانستان څخه لیدنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

نوي احصایې ښيي چې تېر کال له بېلابېلو هېوادونو څخه له ۳۴ زرو څخه زیات سیلانیان افغانستان ته راغلي دي.

د طالبانو د حکومت د ملي احصایې او معلوماتو ادارې په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی چې په ۱۴۰۳ کال کې له ۳۴ زرو څخه زیات بهرني سیلانیان د هوايي ډګرونو او ځمکنیو پولو له لارې افغانستان ته ننوتلي دي.

د دې راپور پر بنسټ، ۲ زره او ۷۲۱ بهرني اتباع د تاریخي او لرغونو ځایونو د لیدو په موخه افغانستان ته راغلي دي، او نور کسان بیا د کارموندنې، ترانزیټ یا نورو موخو لپاره دې هېواد ته سفر کړی دی.

له دې سربېره، یو شمېر بهرني اتباع د اسلام‌قلعه، حیرتان، آقینه، اشکاشم ګمرکونو او د کابل او قندهار هوايي ډګرونو له لارې د کارموندنې یا سیلانۍ په موخه افغانستان ته ننوتلي دي.

ځینې احصایې ښيي چې د امنیتي وضعیت د نسبي ښه والي سره، په افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو شمېر په دوامداره توګه مخ په زیاتېدو دی.

د سیلانیانو په منځ کې، یو شمېر بهرني یوتیوبرز هم شته چې د ویډیويي مینځپانګو د جوړولو په موخه افغانستان ته راځي او دا کار نور خلک د دې هېواد د لیدو لپاره هڅوي.

په داسې حال کې چې ځینې اروپايي هېوادونه لا هم خپلو اتباعو ته سپارښتنه کوي چې افغانستان ته سفر ونکړي، رسمي احصایې ښيي چې د آسیایي هېوادونو ترڅنګ، د امریکا او اروپا اتباع هم د سیلانۍ په موخه افغانستان ته راغلي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران له دې مخکې ویلي وو: ډېری بهرني سیلانیان له چین، د منځنۍ آسیا هېوادونو، اروپايي اتحادیې، روسیې، جاپان، اماراتو او قطر څخه افغانستان ته راغلي دي.

هغه منلې وه، چې د افغانستان حاکمه اداره هڅه کوي چې د سیلانۍ خدمات د نړیوالو معیارونو سره سم برابر کړي، که څه هم دا کار وخت ته اړتیا لري.