
کابل ټیلیګراف – ۲۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینه وایي، د کابل د اتلسمې ناحیې یو اجیر خپله مور او پلار د چرییز ټوپ په ډز سره ویشتي، چې له امله یې پلار مړ او مور یې ټپي شوې ده.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه پېښه نن سهار اته بجې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې رامنځته شوې او هغه کس چې برید کړی، د کابل په اتلسمه ناحیه کې د اجیر په توګه دنده لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل په احمدشاه بابا مینه کې د ملي اردو یوه پخوانی افسر خپل کور ته څېرمه د خپلې میرمنې او اولادونو په وړاندې د موټر سایکل سپرو له لورې ووژل شو.
تر اوسه د یادو دواړو پېښو په اړه طالبانو څه ندي ویلي.