افغانستانخبرونهځانګړي برخه
د طالبانو تازه بندیزونه؛درېیو ولايتونو کې رسنيو ته ويل شوي تصویر به نه اخلئ

کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
په تخار ، بدخشان او جوزجان ولايتونو کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د ژونديو/ ساه کښ شیانو د تصویر اخېستو باندې بندیز لګولی دی.
راپورونه وايي چې پرون د دغو ولايتونو د امربالمعروف ادارو ځايي رسنيو او خبریالانو ته په جدي توګه ويلي چې تر دې وروسته د ژونديو شیانو عکسونه او ويډيو نه واخلي او نه يې هم نشر کړي.
د تخار ولايت يو ځايي خبریال د نوم نه خپرولو په شرط کابل ټیلیګراف ته وويل، دوی ته د ځايي ولايتي ادارې او په ځانګړي توګه د امربالمعروف ریاست له لوري وويل شول چې نور به تصوير نه اخلي.
دغه راز په جوزجان کې هم يو ځايي خبریال کابل ټیلګراف ته وويل چې دوی ته پرون په يوه غونډه کې چې د امربالمعروف ریاست له لوري جوړه شوې وه او د ځايي رسنيو مسوولین او خبریالان يې ورغوښتي وو، دا پرېکړه اعلان شوه.